د بلاروس د اپوزېسیون مشره د اروپايي شورا پارلماني اسامبلې ته وینا کوي
![د بلاروس د اپوزېسیون مشره د اروپايي شورا پارلماني اسامبلې ته وینا کوي](https://gdb.rferl.org/7666a8f5-ba13-4e30-8dce-a4f9a177bfb7_w800_h450.jpg)
په پام کې ده د بلاروس د اپوزېسیون مشره سویتلانا تیخانوفسکایا نن د اروپايي شورا پارلماني اسامبلې ته وینا وکړي.
له دې یوه ورځ مخکې د اپوزېسیون یوه مخکښه او مخوره مشره د بلاروس په پلازمېنه مېنسک کې ترۍ تمه شوه.
تیخانوفسکایا چې اوسمهال په لتوانیا کې په تبعید کې اوسېږي، په بلاروس کې د اګسټ د نهمې له انتخاباتو د وروسته حالت په اړه په یوه بحث کې ګډون کوي.
د اروپايي شورا د پارلماني اسامبلې مشر پېک دایمز په بلاروس کې د ټولو په ګډون د یوې سیاسي پروسې د جوړېدو غوښتنه کړې.
د دې وړاندیز هدف دا دی چې په بلاروس کې واک په سولهییز او ډیموکراتیک ډول انتقال شي.