مومند اېجنسۍ کې د کان ښویېدو له کبله د مړو شمېر ۱۸ ته ورسېد
![مومند اېجنسۍ کې د کان ښویېدو له کبله د مړو شمېر ۱۸ ته ورسېد](https://gdb.rferl.org/81EEA183-4DE3-4ED0-8922-F84DBEAB9BB6_w800_h450.jpg)
د قبایلي سیمې په مومندو ایجنسۍ کې د مرمر ډبرو د نسکور شوي کان د مړو شمېر ۱۸ ته ورسېد.
دا پېښه ډیورند کرښې ته نږدې په مومندو اېجنسي کې پرون هغه مهال رامنځته شوه چې شااوخوا ۳۰ کان کېندونکو ډبرې لاریو ته پورته کولې چې لویه ډبره پرې راوښویېده.
د سیمې یوه اوسېدونکې فاتح ګل د پېښې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "شااوخوا پنځه بجې وې، موږ هم په کارونو بوخت و، خو کله چې د غره شور مو واورېد، یوازې دوړې لیدل کېدې. ځای پر ځای کېناستو او کله چې دوړه خپره شوه د پېښې ځای ته ور روان شوو، خو ژر هم ځکه نهشوو ور رسېدلی چې نورې کندې هم له غره رالوېدې."
د خېبر پښتونخوا ایالت د کانونو او منرالونو د پراختیا وزیر محمد عارف فرانسپرس خبري اژانس ته وویل چې تر اوسه له کان څخه ۱۸ مړي را ایستل شوي او ۲۰ نور ژوبل شوي دي.
هغه وویل ګومان کېږي چې ۲۰ نور کان کېندونکي به هم تر ښویېدلو ډبرو لاندې بند پاتې وي او د ژغورونکو هڅې روانې دي.
د سیمې اوسېدونکو له پخوا دا وېره ښودلې وه چې د مرمر ډبرو د کېندلو لپاره د چاودنو په نتیجه کې ښایي ډبرې راوښویېږي.