د سویل ختيځې اسیا د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه
![د سویل ختيځې اسیا د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه](https://gdb.rferl.org/83e15083-db45-4fb8-8dfa-ddddeb4d764b_w800_h450.jpg)
د سویل ختيځې اسیا د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو نن د سېپټېمبر۹مه خپله کلنۍ غونډه پيل کړه چې د کرونا وبا پر ضد پر مبارزه او د نړیوالو خطرونو پر ضد د یو موټي کېدو په اړه خبرې په کې کېږي.
د سویل ختیځې اسیا د سازمان (اسیان) ډیپلوماتانو د کرونا د وبا له کبله غونډه د ویډیو کنفرانس له لارې پیل کړې ده.
د هغوي د بحث یوه بله اساسي مسئله به د امریکا او چین ترمنځ د کړکېچ کمېدل وي.
په اسیان کې لس اساسي غړي بروني، کمبودیا، اندونیزیا، مالیزیا، لاوس، میانمر، سنګاپور او تایلنډ دي.
روسیه، چین او هند یې له لرې څاري.
غونډه به د سېپټېمبر په ۱۲مه د اسیا فورم له جلسې سره چې د چین او امریکا د بهرنیو چارو وزیران به هم په کې وي، پای ته ورسېږي.