'کندهار کې د انګورو حاصلات کم شوي'
په کندهار ولایت کې يو شمېر باغ لرونکي وايي، د تېر کال په پرتلهیې سږ کال د انګورو حاصلات کم شوي.
دوی د خپل حاصل د کمېدو علت د سپېر غوږي په نوم يو ډول نباتي ناروغي یادوي.
بلخوا د کندهار د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رياست مسؤلان هم مني چې سږ کال د نباتي ناروغیو له کبله د انګورو په حاصلاتو کې د پام وړ کموالى راغلى دى.
سید حفیظالله سیدي ازادي رادیو ته وویل، دوی د دې ناروغیو د مخنیوي لپاره باغ لرونکو ته عامه پوهاوی ورکړی او په زرګونه کیلوګرامه درملیې هم ورته وېشلي دي.
د ښاغلي سیدي په خبره، سږ کال به د کندهار د انګورو د تولید کچه شااوخوا ۳۰۰ زره مټریک ټنه وي، په داسې حال کې چې تېر کال دا کچه شااوخوا ۴۰۰ زره مټریک ټنو ته رسېده.