رولاند کوبیا: د افغانستان د سولې په اړه ډېرې لږ رښتونې نښې وینم
د افغانستان لپاره د اروپایې ټولني ځانګړی استازی وایي د افغانستان د سولې په اړه ډېرې لږ رښتونې نښې ویني.
رولاند کوبیا نن پر خپل ټویټر دا خبره کړې ده.
نوموړي ویلي چې پر مرستیال ولسمشر، د پارلمان پر غړو، د سولي پر فعالینو، مذهبي مشرانو بریدونه کېږي چې دا د ده په خبرو د سولې رښتونې نښې نهدي.
د ښاغلي کوبیا په خبره که یوه خوا ونهتوانېږي بېلابېل نظریات ومني او د مذاکراتو پر ځای هغوی حذف کوي، نو د افغانانو ترمنځ خبرې به څنګه کار وکړي؟
د بینالافغاني مذاکراتو په درشل کې نن په کابل کې د ولسمشر پر لومړي مرستیال امرالله صالح خونړی برید شوی چې دی په خپله روغ دی.
وسلهوالو طالبانو په دې چاودنه کې لاس لرل رد کړل.