Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Сентябрь
2020

خوشې شوي طالب بندیان چېرته تللي؟

0
خوشې شوي طالب بندیان چېرته تللي؟

د افغان حکومت یو شمېر با خبره امنیتي سرچینې وايي، د هغو طالب بندیانو له ډلې چې حکومت خوشې کړي، له ۱۰۰ زیات‌یې بېرته جګړې ته ستانه شوي دي.

دا سرچینې وايي، جګړې ته د دې زندانیانو له ستنېدو وروسته یو شمېر يې یا وژل شوي او یا هم بېرته نیول شوي دي.

هغه خبره چې د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد هم وړاندې له دې د نوي لوی درستیز یاسین ضیا د معرفۍ په غونډه کې کړې وه.

یو له دغو سرچینو چې د موضوع د حساسیت له کبله نه‌غواړي نوم‌يې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، د امنیتي مسؤلانو د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ د ۵،۵۰۰ خوشې شویو طالب بندیانو له ډلې ۳۰ په سلو کې طالب زندانیان کورونو او عادي ژوند ته ستانه شوي دي.

دغه امنیتي سرچینه وايي چې د خوشې شویو بندیانو پاتې ۷۰ په سلو کې یا له هېواده بهر تللي او یا هم جګړې ته ستانه شوي دي او ښايي ځیني يې وژل شوي وي.

بل لور ته بیا په کابل کې دوه امنیتي سرچینو ازادي راډیو ته ومنله چې د پام وړ شمېر دغه خوشې شوي زندانیان په کابل کې پاتې دي.

دواړه سرچینې په کابل د ازاد شویو طالبانو پاتې کېدل یو ډول خطر بولي.

یو له دې سرچینو وایي: "دقیقاً یو خطر دی، ځکه یو شمېر بندیان عقدیان وو او ان د بند پر مهال به‌یې ویل چې له خلاصېدو وروسته به جګړې ته ستانه شي."

خو طالب ډله بیا جګړې ته د خپلو ازاد شويو بنديانو ستنېدل نه‌مني.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر پخواني ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو ته ویلي، هغو طالب بندیانو ته چې له بنده ازاد شوي امر شوی چې خپل عادي ژوند او زده‌کړو ته وګرځي.

ښاغلی شاهین د امنیتي سرچینو د معلوماتو برخلاف وایي، د ملي امنيت ځواکونو د دوی یو شمېر ازاد شوي بندیان چې دی یې بې‌ګناه بولي، بېرته نیولي دي.

شاهین د بېرته نیول شویو زندانیانو کره نوملړ چې د ده په خبره ملي امنیت نیولي، ازادي راډیو سره شریک نه‌کړ.

خو ده یو شمېر کسان ازادي راډیو ته وپېژندل چې بېرته نیول شوي او په خبره‌یې بشپړ نوملړ د طالبانو د بندیانو له کمېسیون سره دی.

د سهیل شاهین د ادعا له مخې، عبیدالله د غلام سخي زوی د پروان ولایت، عزت‌الله د رحمت‌الله زوی د کابل ولایت او سهیل د عبدالقادر زوی د کابل ولایت، له خوشې کېدو وروسته د ملي امنیت ځواکونو له‌خوا بېرته نیول شوي دي.

شاهین زیاتوي، امنیتي ځواکونو دغه‌شان عبادالله د عبدالرسول زوی د تخار ولایت او محمد علي د محمد حنیف زوی چې دی هم د تخار اوسېدونکی دی، ګواښلي دي.

ښاغلی شاهین زیاتوي: "په ۱۵ برخو کې زموږ ازاد شوي بندیان ګواښل شوي، وژل شوي او یا هم پرې برید شوی دی. زما په اند دوی مجبوروي چې سنګر ته ولاړ شي، څو دوی بیا ادعا وکړي چې موږ نور دوی نه‌خوشې کوو، ځکه چې سنګر ته ځي."

عزت‌الله یو له هغو بندیانو دی چې له افغان حکومت سره بندي و. دی شپږ کاله وړاندې د یو بهرني وګړي د وژل کېدو په جرم په ۱۶ کاله بند محکوم شو.

د عزت‌الله پلار وایي، زوی یې هغه مهال د کابل په شهرنو کې د يوې لوړپوړې ودانۍ ساتونکی و.

د عزت الله د پلار په خبره، زوی یې یو بهرنی وګړی په ډزو وژلی و او یو بل یې ټپي کړی و.

د افغانستان محاکمو هغه په ۱۶ کاله حبس محکوم کړ، خو له شپږ کلونو زندان وروسته، هغه په زمري میاشت کې د ولسمشر د ۱۹۹ ګڼه فرمان په لړ کې وبخښل شو او داسې مهال چې ۱۰ کاله زندان‌یې پاتې و، د ۵،۵۰۰ طالب بندیانو سره یوځای ازاد شو.

عزت‌الله له خوشې کېدو څو ورځې وروسته بېرته ونیول شو.

د عزت‌الله پلار رحمت‌الله چې خپله د یوه دولتي ارګان کارکوونکی دی وایي، د کابل په اوومه حوزه کې یې په کور د ملي امنیت له‌خوا په شویو عملیاتو کې د عزت‌الله په ګډون دوه زامن او یو بل تن ونیول شول او نامعلوم ځای ته لېږل شوي دي.

رحمت‌الله زیاتوي: "زوی مې اووه ورځې وړاندې له زندانه خوشې شوی وو، خو اوس بېرته زنداني شو، که ستونزه زموږ په مېلمنو کې وي، نو باید زما زوی بېرته راخوشې شي. عزت‌الله له کوره بیرون نه‌واته، له پورته نه ورته ویل شوي وو چې باید له کوره ونه‌ځي او نه هم چا سره راشه درشه وکړي."

سهیل چې د پلار نوم‌يې عبدالقادر دی بل طالب بندي وو چې په حمل میاشت کې د بګرام له زندانه ازاد شو، د طالبانو د سیاسي دفتر د پخواني ویاند سهیل شاهین په خبره چې نوموړی د سرطان په میاشت کې دوباره د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې ونیول شو.

د سهیل ورور یحی ازادي راډيو ته وویل چې ورور يې په کور کې ونیول شو نه د جګړې له ډګره.

خو سهیل چې له کوم کوره نیول شوی اوس‌مهال دغلته ښځې او ماشومان نه تر سترګو کېږي.

یحیي وايي: "په همدې کور کې ونیول شو، له بګرامه خوشې شوی وو او قانوني پاڼې هم ورسره وې، د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې له کومې ګناه پرته بېرته ونیول شو."

هڅه مو وکړه په دې اړه له عزت‌الله او سهیل سره د کابل په زندانونو کې خبرې وکړو، خو ونه‌توانېدو.

خو د عزت‌الله نوم د هغو پنځه زره طالب بندیانو په لېست کې نه‌شته چې د افغان حکومت له زندانونو خوشې شوي او د ازادي راډیو په واک کې ورکړل شوی دی.

امنیتي سرچینې د سهیل په اړه جزئیات نه‌ورکوي، خو د عزت‌الله په اړه وايي چې عزت‌الله بیا ځلي له یوې ترهګرې ډلې سره یوځای شوی و له هغه سره د یادې شبکې یو شمېر نور غړي هم نیول شوي دي.

دغې سرچینې ونه‌ویل چې عزت‌الله له کومې ترهګرې ډلې سره یوځای شوی و. 

امنیتي سرچینو ازادي راډیو ته وویل چې هېڅ یو طالب بندي د پخوانیو دوسیو له امله نه‌دی نیول شوی ځکه د دغه سرچینې په وینا که چېرې امنیتي بنسټونه د پخوانیو دوسیو له امله څوک ونیسي، څارنوالۍ به په خپله له دغه امنیتي بنسټ نه څېړنې وکړي."

کومو سرچینو چې له ازادی راډیو سره خبرې کړي ویلي، کوم بندیان چې له خوشې کېدو وروسته بېرته نیول شوي دي "نوې دوسیې لري او خوشې به نه‌شي".

خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مخکېني ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو سره په خبرو د هغو کسانو د فوري "خوشې کېدو" غوښتنه کړې وه چې بیا ځلي نیول شوي دي.

د ښاغلي شاهین په خبره، د خوشې شویو بندیانو بېرته نیول کېدل به د سولې پر کېدونکو احتمالي خبرو خپل اغېز ولري.

شاهین وايي: "زما په اند کوم کسان چې نیول شوي باید فوراً خوشې شي، خوشې شویو بندیانو ته دې ګواښونه، پر دوی حملې او د دوی نیول کېدل ودرول شي، څو موږ غبرګون ته اړ نه‌شوو. ځکه چې د بین‌الافغاني مذاکراتو په لور ځو، ښايي په تېرو کې ورته دا تجربه شوې وي چې دا شان کړنې هېڅ کټه نه‌لري."

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل په ګډون د اړوندو بنسټونو هېڅ یو مسؤل نه‌حاضرېږي چې د طالبانو د دې ادعاوو په اړه په رسمي توګه ازادي راډیو ته څه ووايي.

افغان حکومت ویلي چې له پنځه زره د زیاتو طالب بندیانو ورستی بندي هم خوشې شوی دی.

ټاکل شوې چې د سولې بین‌الافغاني خبرې په لنډو ورځو کې وشي، طالبانو او افغان حکومت ویلي، چمتو دي چې د سولې د خبرو په لور ولاړ شي.

امنیتي سرچینې په داسې حال د جګړې ډګرونو ته له ۱۰۰ نه د زیاتو خوشې شویو طالب بندیانو د بېرته ګرځېدو خبره کوي چې طالبانو له امریکا سره هوکړه کړې چې خوشې شوي یندیان به بېرته د جګړې لیکو ته نه‌ستنېږي.

مخکې تر دې د افغان ولسمشر او د امنیت شورا د دفتر ویندویانو ویلي، کوم طالب بندیان چې له بنده خوشې شوي د افغانستان ملي امنیت ریاست ته‌یې لیکلې ژمنه ورکړې چې په جګړه‌ییزو فعالیتونو کې به برخه نه‌اخلي.





Губернаторы России
Москва

Собянин: Москва и Пекин подписали программу сотрудничества на 2024-2026 годы





Москва

За прошедшую неделю подмосковные росгвардейцы обеспечили безопасность более 200 мероприятий


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Москва-Пекин. Собянин в Китае подписал соглашение о сотрудничестве



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Николай Цискаридзе

Цискаридзе высказался о спасении Волочковой




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Резидент «Инсайт Люди» Дмитрий Зубов установил мировой рекорд по чеканке мяча

Военно-спортивный фестиваль Росгвардии в «Лужниках» собрал более 20 000 москвичей и гостей столицы

В УФСИН России по Республике Дагестан прошли лично-командные соревнования по легкой атлетике


ATP

«Ну и где здесь «группа смерти?» ATP показала, каким был бы Евро-2024 с теннисистами



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России