روسیې پر «جي-اووه» هېوادونو د ناسمو معلوماتو خپرولو تور ولګاوه
![روسیې پر «جي-اووه» هېوادونو د ناسمو معلوماتو خپرولو تور ولګاوه](https://gdb.rferl.org/9D9C0C8B-0902-4230-8E13-A87D87D0A40E_w800_h450.jpg)
روسیې د نړۍ پر اوو سترو صنعتي هېوادونو «جي-اووه» تور پورې کړی چې د ناسمو معلوماتو د خپرولو کمپاینیې پيل کړی او هدفیې دا دی چې د الکسي ناوالنی د مسمومېدو له کبله پر روسیې بندیزونه ولګول شي.
الکسي ناوالني په روسیه کې له پېژندل شویو سیاستوالو او د کرملېن له سختو منتقدانو دی.
هغه په روسیه کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې له کبله هم ډېر پېژندل شوی دی.
هغه تېره میاشت په سایبریا کې ناروغ شو او اوس په برلین کې په روغتون کې بستر دی.
د جرمني ډاکترانو ویلي چې هغه ته داسې زهرجن مواد ورکړل شوي وو چې پر اعصابو اغېز کوي او د پخواني شوروي د پوځي اهدافو لپاره کار ورڅخه اخیستل کېدل.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې پر روسیه بېاساسه حملې کېږي او د جرمني چارواکو غبرګون هم له وضعیت سره مرسته نهکوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې هدف د الکسي ناوالني روغتیا یا د هغه د ناروغۍ د علت څرګندېدل نهدی، بلکې پر روسیه د بندیزونو د لګېدو لپاره د فشار زیاتول دی.