د کندهار ارغنداب ولسوالۍ کې موټربم برید شوی
د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې ۳ پولیس هغه مهال ووژل شول او ۹ تنه نور ژوبل شول چې پر پوستې یې موټربم برید وشو.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پېښه تأیید کړه، خو ویېویل چې نن غرمه مخکې تر دې چې له چاودېدونکو موادو ډک مازدا موټر د ارغنداب ولسوالۍ د لاهور پر امنیتي پوسته برید وکړي د پولیسو لهخوا وویشتل شو چې په نتیجه کې یې چاودنه وشوه.
ده په عین حال کې وویل: "په دې پېښه کې ۷ پولیس سربېرن ژوبل دي، حمله کوونکي لهمنځه تللي او نور چا ته زیان نهدی اوښتی."
خو یوې امنیتي سرچینې د نوم د نهښودلو په شرط ازادي رادیو ته وویل چې ۳ پولیس وژل شوي او ۹ نور ژوبل دي.
د کندهار د میرویس روغتون مسئولان وايي چې د پېښې له ځایه روغتون ته تر اوسه درې مړي او ۹ ټپیان ور وړل شوي چې ټول پولیس دي.
د چاودنې مسؤلیت تر اوسه چا نهدی منلی.