دفاع وزارت: هرات کې امنیتي ځواکونو د طالبانو د حملو مخه نیولې
![دفاع وزارت: هرات کې امنیتي ځواکونو د طالبانو د حملو مخه نیولې](https://gdb.rferl.org/8F6B84F4-543B-45DB-84B8-87E4A7CB053D_w800_h450.jpg)
د افغانستان دفاع وزارت وايي، افغان امنیتي ځواکونو د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو د طالبانو د حملو مخه نیولې ده.
دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو غوښتل چې پرون چهارشنبه پر امنیتي پوستو برید وکړي.
د خبرپاڼې په دوام کې ویل شوي چې امنیتي خواکونو د کمانډو ځواکونو په مرسته حمله کوونکي طالبان وځپل چې په لړ کې یې ۶ طالبان ووژل شول.
طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نهدي ویلي.