د امریکا سفارت شارژدافیر: د کریم په برخه کې دې عدالت تطبیق شي
په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسن د افغانستان د فوټبال فدراسیون د پخواني رئيس په برخه کې د عدالت د تطبیق غوښتنه وکړه.
ښاغلي وېلسن نن پر خپله ټویټرپاڼه کې کښلي، د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا کرامالدین کریم د ناوړه جنسي استفادې په خاطر مجرم پېژندلی دی، نو د هغو ښځو لپاره د عدالت غوښتونکی دی چې له خطر سره مخامخ شوي دي.
په افغانستان کې دغه امریکايي ډیپلومات ویلي، قربانیان حق لري چې د منصفانه محکمې له لارې عدالت وویني.
فیفا کرامالدین کریم د فوټبال د ښځینه لوبغاړو د ځورولو په تور د فوټبال له فعالیتونو منع کړی دی.
ده په وروستیو کې په پنجشېر کې د خپلو پلویانو په یوه غونډه کې وویل چې تورونه پرې په سیاسي انګېزه لګېدلي دي.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په وروستیو ورځو کې وویل چې کریم باید محکمې ته حاضر شي.