واشنګټن پوسټ: جوبایډن په افغانستان او عراق کې د پوځیانو له کمولو سره موافق دی
![واشنګټن پوسټ: جوبایډن په افغانستان او عراق کې د پوځیانو له کمولو سره موافق دی](https://gdb.rferl.org/32DC127E-B786-40A2-BF7A-AFB5EAAE9FFF_w800_h450.jpg)
واشنګټن پوسټ
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي چې جوبایډن د ټرمپ له پلان سره چې په افغانستان او عراق کې د امریکايي پوځیانو شمېر کموي، موافق دی.
جوبایډن د امریکا د جمهوري ریاست ته د ډیموکراتانو کاندید دی.
هغه د چهارشنبې په ورځ ویلي: "هو زه ورسره موافق یم، خو په دې شرط چې هغه پوه وي چې له داعش سره به څه کوي."
امریکايي چارواکو د چهارشنبې په ورځ تأیید کړه چې واشنګټن غواړي چې په دې میاشت کې په عراق کې دامریکايي عسکرو شمېر له ۵،۲۰۰ څخه ۳،۰۰۰ ته راکم کړي. امریکا همدا راز غواړي چې په افغانستان کې خپل عسکر له ۸،۵۰۰ څخه ۴ یا ۵ زرو ته راکم کړي.
خو واشنګټن پوسټ د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ د مشر جنرال کنېت مکنزي په حواله لیکلي چې د امریکا پرېکړه ډېره واضح ده او پر خپل تعهد ولاړه ده، خو د عراق پوځ د دې توان لري چې د داعش د بیا پياوړي کېدو مخنیوی او له خپلې خاورې دفاع وکړي.
سټارز انډ سټرایپس
سټرارز انډ سټرايپس ورځپاڼې هم له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو یوه مقاله خپره کړې ده.
د سپټمبر د ۱۱مې تر حملې ۱۹ کاله وروسته هغه امریکايان چې په افغانستان کې ېې خدمت کړی له هغه هېواده دامریکايي ځواکونو په وتلو خوشحاله نهدي.
په مقاله کې لیکل شوي چې یو شمېر هغه امریکايي پوځيان چې په افغانستان کې یې خدمت کړی له دې واقعیت سره نهشي جوړېدلائ چې دا کار له داسې دښمن سره د معاملې له مخې کېږي چې د هغو ۲،۴۰۰ وطنوالیې وژلي دي.
د سټارز انډ سټرایپس په دې مقاله کې لیکل شوي چې د افغانستان په برخه کې شوې پرېکړه به د راروان کال تر دوبي عملي شي او دا کار د یوه پوځي بري نښه نهده، بلکې له طالبانو سره د هغې موافقې له مخې کېږي چې په دوحه کې وشوه.
د خپرونې په لیکنه، دا خبره لکه اغزی د زیاتو هغو امریکايانو په ستوني کې نښتې چې په افغانستان کې یې خدمت کړی دی.