ننګرهار کې یوې نښته کې ۱۰ افغان سرتېري او ۱۲ طالبان وژل شوي
د ننګرهار چارواکي وایي، په شېرزاد ولسوالۍ کې ۱۰ افغان سرتېري وژل شوي دي.
د ولایت مطبوعاتي دفتر ویلي، طالبانو تېره شپه په ګندمک سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل چې دا مرګژوبله رامنځته شوه.
د دغه دفتر خبرپاڼه کې راغلي، د افغان ځواکونو په ځوابي ډزو کې ۱۲ طالبان هم وژل شوي دي.
د ننګرهار چارواکي وایي، د وسلهوالو مخالفانو ترمنځ یو شمېر بهرني وسلهوال هم دي.
تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نهدي ویلي.