یونسکو: مظاهرو کې د خبریالانو په وړاندې زور زیاتی خورا زیات شوی
![یونسکو: مظاهرو کې د خبریالانو په وړاندې زور زیاتی خورا زیات شوی](https://gdb.rferl.org/ABF6D080-0196-4ED3-A44E-9BD9E02BDDE9_w800_h450.jpg)
د ملګرو ملتونو فرهنګي اداره یونسکو وايي، سږ کال په مظاهرو کې د خبریالانو په وړاندې د زور زیاتي پېښې «خورا» زیاتې شوې دي.
دغې ادارې پرون په یوه راپور کې وویل، له جنورۍ تر جون میاشتې لږ تر لږه په ۲۱ مظاهرو کې د هېوادونو امنیتي ځواکونو، د خبریالانو له حقونو سرغړونه کړې ده.
د یونسکو په وینا لږ تر لږه په تېرو پنځو کلونو کې په نړۍ کې د خبریالانو په وړاندې بد چلند، د دوی نیول او په وړاندې یې فزیکي زور زیاتی هم زیات شوی دی.
یونسکو وايي له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۲۰م کاله پورې لږ تر لږه ۱۰ خبریالان د مظاهرو پر مهال وژل شوي دي.