لیونل میسي د نړۍ دوهم میلیاردر ورزشکار وټاکل شو
![لیونل میسي د نړۍ دوهم میلیاردر ورزشکار وټاکل شو](https://gdb.rferl.org/9C3A6B26-49B1-4BD3-8B8C-CA7CD0713089_w800_h450.jpg)
د ارجنټاین د فوټبال ملي لوبډلې او اسپانوي کلب بارسلونا تکړه لوبغاړی لیونل میسي د نړۍ دوهم میلیاردر ورزشکار وټاکل شو.
د فوټبال د نړیوال فدراسیون یا فیفا د معلوماتو پر بنسټ میسي په نړیواله کچه دوهم ورزشکار شو چې خپله شخصي پانګهیې یو میلیارد ډالرو ته رسولې.
۳۳ کلن لیونل میسي په داسې مهال د نړۍ دوهم ورزشکاره میلیاردر کېږي چې څو اوونۍ مخکې یې له بارسلونا لوبډلې څخه د جلا کېدو ویلي و.
خو وروستهیې په یوې مرکه کې بېرته خپله دا پرېکړه واخیستله.