د ښځينه فوټبال ليګ پایلوبه کې سنګر او عدالت لوبډلې سیالۍ کوي
![د ښځينه فوټبال ليګ پایلوبه کې سنګر او عدالت لوبډلې سیالۍ کوي](https://gdb.rferl.org/4E54423E-7579-4FDF-B75F-EA0E7B89EFAE_w800_h450.jpg)
د کابل د ښځينه فوټبال ليګ په پای لوبه کې به سنګر او عدالت لوبډلې سره سیالۍ وکړي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند شفیع شاداب نن ازادي راډيو ته وویل چې د نجونو د فوټبال لیګ پای لوبه به سبا د فوتبال فدراسیون په لوبغالي کې ترسره شي.
د نوموړي په خبره، وروستۍ لوبه د استقلال او عدالت لوبډلو ترمنځ تېره ورځ ترسره شوه چې عدالت ټیم ۲ د ۱ په وړاندې استقلال لوبډلې ته ماتې ورکړه او پای لوبې تهیې لار ومندله.