نن مسک عینک اتلان او بند امیر ښاماران لوبه کوي
د شپږیزې لیګ اووم پړاو سیالیو کې مسک عینک اتلان او بند امیر ښاماران لوبډلې نن ماسپښین یوه بجه سره مخامخېږي.
په کابل کې د نن ورځې ګټونکې لوبډله به پایلوبې ته لار پیدا کوي.
د کرکټ بورډ د مطبوعاتو مسؤل فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل: "ټاکل شوې نن د اتصالات «4G» شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو په لړ کې د مس عینک اتلان او د بند امیر ښاماران سره مخامخ شي. دغه لوبه د دواړو لوبډلو لپاره خورا مهمه ده."
د کابل بازانو لوبډله توانېدلې چې پایلوبې یا فاینل مسابقې ته لار ومومي.
د شپږیزې لیګ کرکټ سیالۍ د سپتمبر پر شپږمه پیل شوې وې چې تر سبا چهارشنبه دوام کوي.