واشنګټن ټایمز: د تاوتریخوالي تازه څپې قطر کې د سولې پر غونډې سیوری غوړولی و
![واشنګټن ټایمز: د تاوتریخوالي تازه څپې قطر کې د سولې پر غونډې سیوری غوړولی و](https://gdb.rferl.org/0C33F650-9F54-46DF-AACE-A0991F953F4A_w800_h450.jpg)
واشنګټن ټایمز
له امریکا خپرېدونکې ورځپاڼې واشنګټن ټایمز په قطر کې د افغانانو د خپلمنځي مذاکرو په اړه لیکنه خپره کړې چې د شنبې په ورځ پیل شوې.
ورځپاڼې دا د لسیزو جګړو د ختمولو لپاره د اوسني عصر یو عمده او مهم فرصت بللی دی.
د واشنګټن ټایمز په لیکنه، که په قطر کې مذاکرې روانې وې، په افغانستان کې د تاوتریخوالي تازه څپې پر دغې تاریخي غونډې سیوری غوړولی و.
د افغانستان دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په قطر کې د مذاکرو له پیل سره جوخت وسلهوالو طالبانو په ۱۹ ولایتونو کې تازه حملې کړي چې مرګژوبله یې هم اړولې ده.
ورځپاڼې د دفاع وزارت د مرستیال ویاند فواد امان خبرې هم رااخیستي چې د یکشنبې په ورځیې د ناامنیو پېښو ته په اشاره ویلي، که د طالبانو استازي په قطر کې په ډیپلوماسۍ کې ښکېل شوي، په افغانستان کې یې خونړۍ حملې هغسې روانې دي.
د ورځپاڼې د لیکوال په باور، په قطر کې د روانو مذاکرو عمده موخه د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د روانې جګړې لپاره د اوږدمهالې حل لارې لټول دي چې ورسره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو ته زمینه برابره شي، دغه ځواکونه د ۲۰۰۱م کال له اکټوبر میاشتې په افغانستان کې دېره دي.
فارین پالېسي
فارین پالېسۍ خپرونې په خپله پرونۍ ګڼه کې په قطر کې له روانو مذاکرو د امریکايي ولس د ملاتړ پر زیاتېدو لیکنه خپره کړې ده.
د خپرونې په لیکنه، که څه هم د دغو مذاکرو جزئیات تر ډېره له کانګرس او د امریکا له عام ولس څخه پټ ساتل شوي، خو د یوه بنسټ د نظر پوښتنې له مخې په کانګرس او ولس کې د دغو مذاکرو او په راروانو ۱۴ میاشتو کې له افغانستانه د امریکا د پاتې نورو پوځیانو د وتلو د پلان ملاتړ زیات شوی دی.
په نیویارک کې د یورو اېشیا ګروپ فونډېشن د نظر پوښتنې له مخې، د ۱۵ سلنې پوښتل شویو د نظر پر اساس، له تېر کال د هغو کسانو شمېر نیمايي ته راکم شوی چې د طالبانو او القاعده د ځپلو لپارهیې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پاتې کېدو ملاتړ کاوه.
د فارین پالېسۍ لیکوال دا هم لیکي چې د افغانانو د خپلمنځي مذاکرو پیل څو میاشتې وځنډېد او په دې موده کې که څه هم طالبانو د تاوتریخوالي کمولو ژمنه کړې وه، خو په افغانستان کې یې حملې روانې وې. په لیکنه کې د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر خبرو ته هم اشاره شوې چې د شنبې په ورځیې د مذاکرو پیل یو 'تاریخي فرصت' بللی دی.