افغانستان د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو کمېسیون غړیتوب ترلاسه کړ
![افغانستان د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو کمېسیون غړیتوب ترلاسه کړ](https://gdb.rferl.org/2571DCB6-C03B-4678-B3CD-9A0FA1DC56D8_w800_h450.jpg)
افغانستان د لومړي وار لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو کمېسیون غړیتوب ترلاسه کړ.
د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه اعلامیه کې وویل، د پرونیو رقابتونو له مخې چې د هند، چین او اسیا پاسفیک غړو ترمنځ وشوه، افغانستان او هندوستان وتوانېدل له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۵م کاله پورې د ملګرو ملتونو د ښځو کمېسیون غړیتوب ترلاسه کړي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي افغانستان په دغه کمېسیون کې د غړیتوب لپاره په ۲۰۱۷م کال کې غوښتنلیک سپارلی و.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادلې راز په خپل یوه ټویټ کې دا د افغانستان لپاره یوه لویه لاسته راوړنه بللې ده.
د ملګرو ملتونو د ښځو کمېسیون د ښځو د پیاوړتیا او جنسیتي برابرۍ لپاره کار کوي.