نادري: په افغانستان کې د سولې ټینګښت پېچلی، خو ممکن دی
په قطر کې د افغان دولت د مذاکره کوونکي پلاوي یو غړی وايي، په افغانستان کې د سولې ټینګښت پېچلی، خو ممکن دی.
نادر نادري نن د ټویټر په یوه پیغام کې وویل، د نن سهار په غونډه کې د دولت پلاوي د تماس ډلې د تېرې شپې پر کارونو او راتلونکو اقداماتو بحث وکړ.
بلخوا د دولت د ۲۱ کسیز پلاوي بله غړې فوزیې کوفي نن ازادي راډیو ته وویل: "پرېکړه وشوه چې د دواړو لورو رسمي پلاوي رسمي جلسه ولري او سره وګوري چې د کاري اصولو او نورو موضوعاتو په اړه بحث وکړي."
د افغانستان د جګړې د ښکېلو دوو خواوو یعنې افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې د شنبې په ورځ په قطر کې پیل شوې.
د دولت پلاوی هڅه کوي چې د خبرو د اجنډا په سر کې د اوربند موضوع شامله کړي، خو ویل کېږي د طالبانو هیئت غواړي تر ډېره د جګړې پر عواملو خبرې وکړي چې د بحثونو په نتیجه کې پر اوربند سلا وکړي.