'د ګردېز او پټان تر منځ لویه لار کې امنیتي ستونزې زیاتې شوي'
د پکتیا د مرکز ګردېز ختیځ لور ته د پرتو نهو ولسوالیو احمدابا، میرزاکه، سیدکرم، احمدخېل، څمکني، لجه منګل، جاني خېل، ډنډ پټان او د اریوب ځاځیو اوسېدونکي چې د ګردېز پټان په لویه لاره تګ راتګ کوي، د لارې په اوږدو کې د ناامنیو له ډېرېدو او د طالبانو له خوا د چک پاېټونو جوړولو او تلاشیو اندېښمن کړي دي.
دوی وایي، وسله وال طالبان هره ورځ د دې لویې لارې په یو شمېر برخو کې راوځي، تلاشۍ کوي او هغه کسان چې له موټرو ښکته کوي، ځينې یې وژني خو خني بیا بېرته را خوشي کوي.
یوه تن وویل: " نوم مې لطف الله بېنوا دی، د ګردېز پټان لویه لاره امنیت بیخي خراب دی، زما ملګری یې له دې امله له موټر ښکته کړی چې موبایل کې یې سندرې وې، خلک ډيرو ستونزو کې دي دوی هلته دایمي پوستې جوړې کړي دي."
د پکتیا د ولایتي شورا غړي هم د دې لارې له امنیت اندېښمن دي او د دې شورا غړی تاج محمد منګل وایي، وسله والو طالبانو څو ورځې وړاندې په دې لویه لاره یو شمېر کسان له موټرو ښکته کړل، چې له ډلې یې یو کس وواژه او یو شمېر نور یې را خوشې کړل.
خو د پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند وایي، د دې لارې د امنیت لپاره یې تازه د نویو پوستو د جوړولو او د عملیاتو د ترسره کولو پلان جوړ کړی، چې په خبره یې ډېر ژر به یې عملي کړي.
خو د پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند وایي، د دې لارې د امنیت لپاره یې تازه د نویو پوستو د جوړولو او د عملیاتو د ترسره کولو پلان جوړ کړی، چې په خبره یې ډېر ژر به یې عملي کړي.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، چې د یادو پېښو په اړه به پلټنه وکړي.