پومپیو د نړۍ له مشرانو وغوښتل چې جواد ظریف سره ونهویني
![پومپیو د نړۍ له مشرانو وغوښتل چې جواد ظریف سره ونهویني](https://gdb.rferl.org/DB429175-1D72-4F4E-9CE0-DAF5E2A5F1BA_w800_h450.jpg)
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د نړۍ له مشرانو وغوښتل چې د ایران له بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف سره ونهویني.
پومپیو دا غوښتنه پرون چهارشنبه د ټویټر له لارې د نوید افکاري د اعدام په عکسالعمل کې وکړه.
ده وویل، ترڅو چې ایران د نوید افکاري وروڼه او بهرني بندیان خوشې کړي نهوي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر ته دې د کتنې لپاره بلنه نهورکوي.
ایراني چارواکو نوید افکاري د ۱۳۹۷ لمریز کال په سرطان کې د شېراز په اعتراضونو کې د ګډون په خاطر اعدام کړ.