د امریکا خلیج ساحلونو کې سېل او توپان ډېر زیانونه اړولي
وروسته له دې چې د هریکن سالي په نوم توپان د امریکا د خلیج ساحلونه وځپل سېل د سمندر د غاړې د ښارګیو او مېنو سړکونه، واټونه او پلونه زیانمن کړي او د برېښنا ستنې یې چپه کړې دي.
دا توپان چې سرعتیې په ساعت کې ۱۶۵ کیلومتره و، پرون (چهارشنبه) له باران سره د فلوریدا او الاباما ایالتونو په ساحلي سیمو کې پیل شو.
د توپان له کبله ونې راپرېوتې او ګڼ کورونه، سوداګريزې ودانۍ او د بېړۍ چلولو پلټ فارمونه ویجاړ شوي دي.