ناروې کې د ۷۷ کسانو وژونکي اندرس بریویک مشروطه ازادي غوښتې
د اندرس بریویک مدافع وکیل په مشروط ډول د خپل مؤکل د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
بریویک هغه بنسټپاله دی چې په ۲۰۱۱ کال کې یې ۷۷ کسان ووژل او د دې وژل شویو کسانو اکثریت زلمیان وو.
بریویک چې د زندان په خونه کې یوازې دی، غواړي د ناروې پر حکومت د خپل زندان د شرایطو په خاطر عریضه وکړي.
دی په ۲۱ کاله بند چې د تمدید وړ دی، محکوم شوی دی.
د ده مدافع وکیل اوستین ستورویک یوې نارویژۍ ورځپانې ته ویلي دي، د قانون له مخې یو زنداني تر ۱۰ کاله وروسته حق لري چې د خپلې سزا د بدلېدو وړاندیز وکړي.
ستورویک زیاته کړه چې د همدې لپاره ده قضایي مراجعو ته په مشروط ډول د بریویک د خوشې کېدو درخواست استولی دی.