افغانستان د ملګرو ملتونو د سیاسي مأموریت د تمدید هرکلی وکړ
افغانستان د یوه بل کال په مخه د ملګرو ملتونو د سیاسي مأموریت د تمدید هرکلی وکړ.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي نمایندګي د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د یوناما مأموریت د امنیت شورا په غونډه کې په غوڅ اکثریت تمدید شو.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازې عادلې راز وویل چې دا پرېکړه پر دې دلالت کوي چې په داسې حساس وخت کې چې د سولې خبرې روانې دي، نړیواله ټولنه د افغانستان ترڅنګ ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې دا مثبت ګام بللی دی او لیکلي یې دي چې یوناما د افغان سولې لپاره نړیوال ملاتړ جذب کړی دی.