روسیه کې ۷ تنه د حزبالتحریر د غړیتوب په تور په بند محکوم شول
په روسیه کې یوې محکمې د کریمیا اووه تنه تاتار د منع شوې اسلامي ډلې، حزبالتحریر د غړیتوب په تور، په اوږدمهاله بند محکوم کړل.
د روستوف ان دون د ښار محکمې مارلین حسنوف، محمد بیلیالوف، تیمور ابراهیموف، سیرین صالحییف، سرور مصطفاییف، سیور زکریاییف او ادم اسماعیلوف د ۱۳ او ۱۹ کلونو ترمنځ په بند محکوم کړي دي.
په کریمیا کې د روسیې فدرالي امنیتي ادارې مخکې ویلي و چې مصطفاییف په کریمیا کې د بشري حقونو د ډلې همغږه کوونکی او اسماعیلوف د ۲۰۱۸ کال په مې میاشت کې نیول شوي وو او دا نور د ۲۰۱۷ کال په اکټوبر کې په کریمیا کې نیول شوي وو.
د بشري حقونو ډلو او د لوېدیځ حکومتونو پر دې نیونو انتقاد کړی دی او ویلي يې دي چې دا په کریمیا کې د تاتارانو او نورو هغو کسانو د ځپلو هڅې دي چې د روسیې له لوري د کریمیا له نیولو سره مخالفت کوي.
روسیې کریمیا ټاپو وزمه د ۲۰۱۴ کال په مارچ کې له اوکراین څخه ونیوله.