اپل شرکت په هند کې لومړنی انلاين پلورنځای فعالوي
![اپل شرکت په هند کې لومړنی انلاين پلورنځای فعالوي](https://gdb.rferl.org/6C5D8493-1911-4240-988E-2FB2B3AF5600_cx33_cy35_cw33_w800_h450.jpg)
د اپل شرکت نن اعلان وکړ چې راتلونکې اوونۍ په هند کې لومړنی انلاین پلورنځای فعالوي.
د ټکنالوژۍ دغه شرکت هڅه کوي په هند کې چې د ځیرکو ټيليفونونو له لویو بازارونو دی، د خپلو تولیداتو پلور زیات کړي.
دا مهال اپل له نورو شرکتونو سره په همکارۍ په هند کې په انلاین ډول خپل توکي پلوري.
د اپل اجرایي مدیر تیم کوک پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، شرکتیې بېصبرانه منتظر دی چې هند کې خپلو پېرېدونکو سره مستقیمه اړیکه کې اوسي او د هغوی ډېر ملاتړ ترلاسه کړي.