'روسیه لاهم د امریکا ولسمشرۍ انتخاباتو کې د لاسوهنو هڅو ته دوام ورکوي'
!['روسیه لاهم د امریکا ولسمشرۍ انتخاباتو کې د لاسوهنو هڅو ته دوام ورکوي'](https://gdb.rferl.org/0BF25BA3-D51A-47DD-9EF5-DB072AD952AB_cx0_cy13_cw0_w800_h450.jpg)
د امریکا د تحقیقاتو د فدرال ادارې «FBI» مشر وايي چې روسیه لاهم د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د لاسوهنو هڅو ته دوام ورکوي.
د «FBI» مشر کریستوفر ورې پرون د سپټمبر په ۱۷مه، د استازو جرګې د امنیتي کمېټې له غړو سره په خبرو کې وویل د روسیې هدف دا دی چې په انتخاباتو کې د ډیموکرات ګوند کاندید جوبایډن بدنامه کړي.
ښاغلي ورې زیاته کړه روسیه له بهر څخه د نفوذ لپاره په هغو ورانکارو فعالیتونو کې لاس لري چې هدفیې د ټولنیزو شبکو، نیابتي ډلو، دولتي رسنیو او انلاین خپرونو له لارې بایډن ته زیان اړول دي.
د «FBI» مشر زیاته کړه، د ده اصلي اندېښنه دا ده چې د پرلهپسې ناسمو معلوماتو د خپرولو منظمه لړۍ ښايي د نومبر په درېیمه نېټه د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر نتایجو خلک بېباوره کړي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې سپینې ماڼۍ هغه راپورونه بېاهمیته بللي دي چې وايي، روسیه له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره د مرستې هڅه کوي څو په انتخاباتو کې بریالی شي.