یوناما او اروپايي ټولنې افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه وښوده
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان او د اروپايي ټولنې استازولیو د تاوتریخوالي او د ملکیانو د مرګژوبلې د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې.
یوناما په خپل ټوېټر لیکلي چې له دې سره په یو وخت چې د سولې نړیواله ورځ لمانځو د افغان ملکیانو مرګژوبله هم زیاته شوې ده.
د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما ویلي د ملکيانو د مرګژوبلې زیاتېدو اندېښمنه کړې او ښکېلې خواوې باید د خلکو د ساتنې لپاره سمدستي لاس په کار شي او هم د دوحې د سولې د خبرو لپاره مناسبه فضا رامنځته کړي.
اخوا په کابل کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ دفتر ویلي سره له دې چې نن د سولې نړیواله ورځ ده او د افغان سولې په تړاو په دوحه کې خبرې روانې دي خو د افغان ملکیانو مرګژوبله اوج ته رسیدلې ده.
اروپايي ټولنې ویلي په طالبانو باندې بیا غږ کوي چې تاوتریخوالي سمدستي بند کړي او ژر تر ژره اوربند وکړي.