لوګر کې کمانډو ځواکونو زر میله نیول شوې وسله ډایاګ ته وسپارله
په لوګر کې کمانډو ځواکونو زر میله نیول شوې وسله ډایاګ ته وسپارله.
افغان کمانډو ځواکونو د سپټمبر په ۲۰مه په لوګر کې هغه زر میله سپکه او درنه وسله چې د یاد ولایت په بېلابېلو عملیاتو کې يې له وسلهوالو مخالفینو نیولې وه، د بېوسلې کولو پروګرام ته وسپارله.
چارواکي وايي، د کمانډو ځواکونو دا لاسته راوړنه د دې څرګندونه کوي چې د افغان حکومت وسلهوال مخالفین نهشي کولای د جګړې له لارې خپلو موخو ته ورسېږي، نو له دې کبله سوله د ټولو افغانانو ګډو ارمانونو ته د رسېدلو غوره لاره ده.
د لوګر والي محمد اجمل شاهپور په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، د افغانانو د یو اباد او سوکاله هېواد هیله هغه مهال په حقیقت بدلېدلی شي چې دې هدف لپاره ولس او ټولې خواوې په ګډه کار وکړي.