د هند کرکټ غوره لیګ؛ نن حیدراباد او بنګلور سره سیالي کوي
![د هند کرکټ غوره لیګ؛ نن حیدراباد او بنګلور سره سیالي کوي](https://gdb.rferl.org/25aaf8fd-4697-4c8d-bdd9-3c512c317521_cx0_cy13_cw0_w800_h450.jpg)
د هند د کرکټ په غوره لیګ کې به د سنرایزرز حیدراباد او رویال چلنجنرز بنګلور ټیمونه سره مخ شي.
دا لوبه د دوبۍ په نړیوال کرکټ سټډیوم کې ماښام مهال پیلېږي.
په حیدراباد لوبډله کې د افغانستان دوه وتلي لوبغاړي راشد خان او محمد نبي هم لوبېږي.
راشد خان داسې مهال لوبېږي چې پرون یې د زوکړې دوه ویشتمه کلیزه وه او سنرایزر ټیم ورته مراسم نیولي و.
د هند د کرکټ غوره لیګ سږ کال د کرونا وبا د خپرېدو په سبب د هندوستان پر ځای په متحده عربي اماراتو کې د شنبې له ورځې پیل شوی دی.
تېره شپه هم په دې لوبو کې ډهلي کپټلز ټیم د کینګز پنجاب لوبډله ماته کړه.
که څه هم افغان لوبغاړي مجیب الرحمن د کینګز پنجاب د ټیم غړی دی خو بېګا په لوبه کې چانس نه و ورکړل شوی.