امریکا د ایران د وسلو پروګرام سره په تړلیو هدفونو بندیزونه لګوي
![امریکا د ایران د وسلو پروګرام سره په تړلیو هدفونو بندیزونه لګوي](https://gdb.rferl.org/BB9E56FE-3096-48A4-AC11-42BA544CFECD_w800_h450.jpg)
امریکا متحده ایالتونه به نن د ورځې په اوږدو کې د ایران د وسلو له پروګرام سره په تړلیو لسګونه هدفونو بندیزونه ولګوي.
دا خبره رویټرز اژانس ته یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي تایید کړې.
هغه ویلي څه باندې شل کسان او ادارې چې د ایران له اټومي وسلو، راکټي پروګرام او عادي (متعارف) وسلو سره تړلي دي په دې بندیزونو کې شاملېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو هم وړمه ورځ اعلان وکړ چې د ملګرو ملتونو ټول بندیزونه یې له سره په ایران لګولي دي.
پومپيو د بندیزونو د بیا لګولو خبره سره له دې چې له ایران سره د اټومي تړون شاملو هېوادونو یې مخالفت کړی اعلان کړه.
د ایران ولسمشر حسن روحاني بیا ویلي چې که امریکا له زور کار اخلي ایران یې هم کلک ځواب وايي.