بدخشان کې د ۳ ولسوالیو لپاره د طالبانو د پوځي کمېسیون مرستیال ووژل شو
![بدخشان کې د ۳ ولسوالیو لپاره د طالبانو د پوځي کمېسیون مرستیال ووژل شو](https://gdb.rferl.org/018136AC-E2B9-49BB-BCE2-1410B3CF6253_w800_h450.jpg)
د بدخشان پولیس وايي، د درېیو ولسوالیو لپاره د طالبانو د پوځي کمېسیون مرستیال په یوه وسلهواله نښته کې ووژل شو.
د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي لومړی وسلهوالو طالبانو تېره شپه په راغستان ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو حمله وکړه چې وروستهیې په وړاندې امنیتي ځواکونو جګړه پیل کړه.
د مرګژوبلې په اړهیې ثناالله روحاني وویل: "په دې نښته کې د راغ، کوهستان او یاوان ولسوالیو لپاره د طالبانو د پوځي کمېسیون مرستیال مولوي عطاالله چې په ابراهیم مشهور و، وژل شوی دی."
د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي امنیتي ځواکونه په سیمه کې په فعال دفاعي حالت کې دي. وسلهوالو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نهدي ویلي.