پر بیلاروس د بندیزونو غونډه بې پایلې پای ته رسېدلې
د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران په بروکسل کې په خپله پرونۍ غونډه کې د بیلاروس د اپوزیسیون د تبعیدي مشرې سويتلانا څیخانوفسکايا له غوښتنې سره سره پردې هېواد د بندیزونو د لګولو په اړه موافقې ته ونه رسېدل.
قبرس د دې بندیزونو له پلان سره مخالفت وکړ او په عین حال کې یې د غونډې له اجنډا د یوې وتلې غوښتنې په ترڅ کې د ترکیې پرضد په مدیترانې سمندرګي کې د ګاز د زېرمو د پلټڼې په خاطر د اروپايي ټولنې د اقداماتو غوښتنه وکړه.
تمه ده چې پر بیلاروس د بندیزونو د مسئلې په اړه د پنجشنبې او جمعې په ورځو، د اروپايي ټولنې په سرمشریزه کې هم بحث وشي.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل د دې ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو له پرونۍ غونډې وروسته خبریالانو ته وویل که څه هم پر بیلاروس د بندیزونو د لګولو په برخه کې واضحه اراده شته خو د ټولو رایو اجماع چې په دې برخه کې اړینه ده، ترلاسه نه شوه.