ایران له امریکا سره د بندیانو تبادلې ته چمتووالی ښودلی
ایران له متحدایالاتو سره د بندیانو د تبادلې ته چمتووالی ښودلی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمدجواد ظریف پرون د سېپټېمبر په ۲۱مه په نیویارک کې د بهرنیو اړیکو د شورا تحقیقاتي مرکز ته په آنلاین وینا کې وویل چې هېواد یې له امریکا سره د ټولو بندیانو تبادلې ته چمتو دی.
ښاغلي ظریف دې پوښتنې ته په ځواب کې چې آیا تهران د ایراني الاصله امریکايي وګړي باقر نمازي او د هغه د زوی سیامک خوشې کولو ته چمتو دی کنه وویل، د ده لپاره یوازینۍ لاره چې قضا د امریکايانو خوشې کولو ته قانع کړي له هغو ایراني وګړو سره چې د ده په وینا امریکا په ناحقه نیولي دي د هغوی تبادله ده.
ظریف وویل چې تبادله باید یو د یوه پر وړاندې نه بلکې عمومي وي.
واشنګټن له ډېرې مودې راهیسې د باقر او سیامک نمازي د خوشې کېدو غوښتنه کړې.
دوی له ۲۰۱۶ او ۲۰۱۵ کلونو راهیسې په بند کې دي.