استرالیا کې نن هم د نهنګانو د ژغورنې عملیات دوام لري
په استرالیا کې نن هم په یوې ساحلي سیمه کې د بند پاته شویو نهنګانو د ژغورنې عملیات دوام لري.
د راپورونو له مخې تر اوسه د تسمانیا ټاپو په کم عمقه اوبو کې څه باندې ۴۰۰ نهنګان بند پاته دي.
د دې سیمې د وحشي ژویو او پارکونو د خدماتو مشر نیک دیکا نن وویل چې داسې ښکاري ډېری نهنګان به مړه شوي وي.
د ښاغلي دیکا په خبره د نهنګانو د وضعیت د ارزونې لپاره کښتۍ لېږل شوي څو معلومه کړي د ځینو نهنګانو ژغورل شونی دی که نه؟
پیلوټ نومي نهنګان معمولاً د استرالیا په جنوب کې اوسېږي. دغه نهنګان تر اووه متره اوږدوالی او درې زره کیلو ګرامه وزن لري.