پاکستان په سیمه کې د سولې پر وړاندې د ورانکارو په اړه خبرداری ورکړ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یو وار بیا په سیمه کې د سولې د مخنیوي لپاره د ورانکارو عناصرو پر وړاندې خبرداری ورکړ.
قریشي چې پرون د پاکستان په کابینه کې خبرې کولې، د افغانستان د سولې په پروسه کې ورانوونکو ته په اشاره وویل، پر له پسې هوښیارۍ ته اړتیا ده چې د ورانکارو د هڅو پر وړاندې د دې پروسې ساتنه وشي.
قریشي ورانکاري په نامه یاد نه کړل.
ده دا هم وویل چې د پاکستان د هڅو په نتیجه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ په ۲۹ موافقه وشوه.