پاکستان د افغانانو لپاره د ویزې ورکولو پالیسي کې بدلون راولي
![پاکستان د افغانانو لپاره د ویزې ورکولو پالیسي کې بدلون راولي](https://gdb.rferl.org/A7B351F3-CB6D-4F0F-B52E-718044510282_w800_h450.jpg)
د پاکستان د ملي اسمبلۍ ريیس وايي، افغان سوداګرو ته د ویزې د ورکولو په پالیسۍ کې بدلون به د دوو هېوادونو ترمنځ سوداګري راکړه ورکړه وغوړوي.
اسد قیصر دا خبره پرون پنجشنبه د افغانستان له سرپرست سفیر رحمت الله قطره سره په کتنه کې وکړه.
تېره اوونۍ په کابل کې د پاکستان سفیر وویل چې یوه نوې پالیسي یې وړاندیز کړې چې پر اساس به یې په ځانګړي ډول افغان محصلانو، سوداګرو، پانګوونکو او ناروغانو ته د ویزې شرایط اسانه کړي.
د پاکستان د ملي اسمبلۍ ريیس اسد قیصر دا وړاندیز د سوداګرو او د ولسونو ترمنځ د اړیکو د زیاتېدو لپاره ګټور وباله.