ښايي امریکا، کاناډا او بریتانیا د بیلاروس پر چارواکو بندیزونه ولګوي
![ښايي امریکا، کاناډا او بریتانیا د بیلاروس پر چارواکو بندیزونه ولګوي](https://gdb.rferl.org/03f44cb4-25a1-4864-83d8-272e2dd3f526_w800_h450.jpg)
د امریکا متحدو ایالتونو، کاناډا او بریتانیا ممکن ژر د بیلاروس پر چارواکو د ولسمشرۍ له ټاکنو وروسته د اعتراض کوونکو د ځپلو په خاطر بندیزونه ولګوي.
رویټرز خبري اژانس د څلورو چارواکو په قول، چې نومونه یې نه دي څرګند کړي، وايي چې دا درې هېوادونه ښايي نن (جمعه) دوې ورځې وروسته له دې د بیلاروس پر چارواکو بندیزونه اعلان کړي چې الکساندر لوکاشینکو په پټه د لوړې مراسم په ځای کړل.
اکثره لوېدیځ هېوادونه د بیلاروس د ولسمشرۍ ټاکنې له درغلۍ ډکې بولي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر پرون وویل چې هېواد یې له امریکا او کاناډا سره په همغږۍ بندیزونه لګوي.
دومنیک راب دا هم وویل چې له واشنګټن او اوټاوا سره په دې اړه کار کوي.