ایران د افغانستان لویدیځو ولایتونو ته د برښنا پر لېږد کار کوي
![ایران د افغانستان لویدیځو ولایتونو ته د برښنا پر لېږد کار کوي](https://gdb.rferl.org/684cd4af-5020-4fbc-8a55-9eb6afca16d6_w800_h450.jpg)
ایراني چارواکو ژمنه کړې چې زرنج او هرات ښارونو ته به د برښنا پر لېږد او دغلته د بادي برښنا پر تولید کار کوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، دغه خبره کابل ته د ایران راغلي فني او تخنیکي پلاوي، چې مشري یې د انرژۍ وزرات مرستیال همایون حایري کوله، کړې ده.
دغه پلاوي د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر سره د لیدو پر مهال ویلي، د ټرانزیټ، سوداګرۍ او برښنا په برخو کې به خپلې همکارۍ پياوړې کړي.
ایران او افغانستان خپلو کې د هر اړخیزو همکاریو یو جامع سند هم لاسلیکوي چې د طرحې په بشپړولو یې کار روان دی.
کله چې وروستیو کې په ایران کې له افغان کډوالو سره د تاوتریخوالي څو پیښې وشوې، دواړو هېوادونو وپتیله چې د دغسې پېښو د تکرار د مخنیوي او د افغان کډوالو د حقونو د خوندیتوب لپاره به یو سند لاسلیکوي.