د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ د کرکټ پلان شوې ټېسټ لوبه وځنډېده
![د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ د کرکټ پلان شوې ټېسټ لوبه وځنډېده](https://gdb.rferl.org/274F4747-585C-449A-8497-17D6560417BA_cx3_cy7_cw68_w800_h450.jpg)
د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ د کرکټ پلان شوې ټېسټ لوبه راتلونکي میلادي کال ته وځنډول شوه.
د اسټرالیا د کرکټ ادارې نن جمعه اعلان وکړ، د اسټرالیا او نیوزیلنډ ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو لړۍ بیا ۲۰۲۲ میلادي کال ته ځنډول شوې ده.
د اسټرالیا دغه اداره وايي، د کرونا ویروس له کبله د سیالیو د ځنډولو پرېکړه د مدیره پلاوي تر درېیو غونډو وروسته وشوه.
په پام کې وه د افغانستان او اسټرالیا د کرکټ ټیمونه خپله ټېسټ لوبه د نومبر پر ۲۱ مه پیل کړي.