د افغانستان فوټبال غوره لیګ سیالۍ؛ طوفان هریرود لومړۍ لوبه وګټله
![د افغانستان فوټبال غوره لیګ سیالۍ؛ طوفان هریرود لومړۍ لوبه وګټله](https://gdb.rferl.org/C18A317D-FE50-4E41-A8B8-A37A252EC56C_w800_h450.jpg)
د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ په لومړۍ سیالۍکې طوفان هریرود وتوانېد چې اباسین څپې ته ماتې ورکړي.
د اباسین څپې د لوبډلې غړي وايي چې د روانو سیالیو لپاره یې کافي تمرین نه و کړی.
د هریرود ټیم لوبغاړی رحمت الله خیرخواه، چې په دې سیالۍ کې یې د خپل ټیم لپاره ګول وواهه، وايي: "خوشاله یم چې د ټیم لپاره مې ګول وواهه، مهمه نه وه چې څوک ګول ووهي یا یې ونه وهي، ټول یوه لوبډله وو او له ښه مرغه مو ۳ امتیازونه وګټل."
دا مسابقې چې د ۸ ټیمونو ترمنځ پرون پیل شوې، د اکټوبر تر ۱۹ پورې دوام کوي.
ټاکل شوې ده چې نن شاهین اسمايي له میوند اتلانو سره مخامخ شي.