خلیلزاد: ایران هڅه کوي افغانستان کې خپل دښمن' امریکا' ته ګوزار ورکړي
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد وايي، د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو لپاره به له ایران سره د خبرو هرکلی وکړي، خو ایران هڅه کوي چې په دې جګړه کې خپل دښمن (امریکا) ته ګوزار ورکړي.
خلیلزاد پرون پنجشنبه د امریکا د سولې انسټېټیوټ ته په انلاین څرګندونو کې وویل، ایران غواړي تر هغو چې د دغه هېواد او واشنګټن ترمنځ یوه موافقه کېږي امریکا د افغانستان په جګړه کې په داسې حال کې ښکېل پاتې شي چې نه ماته کوي او نه سوبه.
ده په عین حال کې وویل چې ایرانیانو ته یې پر دې مسئلې بلنه ورکړې چې په هغو غونډو کې ګډون وکړي چې د افغانستان پر راتلونکي کېږي.
ده خبرداری ورکړ چې امریکا به د ایران له ملاتړه هره هغه برخمنه ډله په نښه کړي چې د امریکا پر ضد اقدام کوي او واشنګټن دا موضوع له نژدې څاري.