د هند کرکټ غوره لیګ سیالۍ؛ نن حیدر اباد او کلکتې لوبډلې سره لوبه کوي
![د هند کرکټ غوره لیګ سیالۍ؛ نن حیدر اباد او کلکتې لوبډلې سره لوبه کوي](https://gdb.rferl.org/89FC4B1E-E121-4EB8-8BEC-7F30DC6F7D7C_w800_h450.jpg)
ټاکل شوې ده د هند کرکټ غوره لیګ په روانو لوبو کې نن د حیدر اباد او کلکتې لوبډلې سیالي وکړي.
دوه افغان لوبغاړي محمد نبي او راشد خان هم په سنرایزر حیدر لوبډله کې لوبه کوي، که څه هم راشد خان په لومړیو دوه لوبو کې د لوبیدو چانس ترلاسه کړی خو محمد نبي عیس خېل ته بیا تر دا مهال د لوبېدو چانس نه دی ورکړل شوی.
په یاد لیګ کې تېره شپه د چینايي یوپرکنګ او همداراز ډهلي کاپیټلس ترمنځ لوبه ترسره شوه چې په کې ډهلي لوبډلې چینايي لوبډلې ته په ۴۴ منډو ماتې ورکړه.