ټرمپ یوه محافظه کاره قاضي 'امې کاني باریټ' د سترې محکمې مشره ټاکي
راپورونه وایي، د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پام کې لري یوه محافظه کاره قاضي "امې کاني باریټ" د سترې محکمې د مشرې په توګه معرفي کړي.
دا راپورونه داسې مهال خپرېږي چې د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته یوازې څو اونۍ وخت پاتې دی.
تمه ده چې ولسمشر ټرمپ نن مازدیګر دا اعلان وکړي.
د نیویارک ټایمز او سي ان ان په ګډون یو شمېر امریکایې رسنیو پرون راپور ورکړ چې ولسمشر د دې کار نیت لري.