د اوکراین ولسمشر کیف کې د الوتکې د لوېدو ځای لیدو ته ولاړ
د اوکراین ولسمشر پرون د هغې الوتکې د لوېدو ځای ته ولاړ چې د قربانیانو شمېر یې تر اوسه ۲۶ تنو ته رسېدلی دی.
دغه الوتکه چې د اوکراین د پوځي پوهنتون ۲۰ محصلان او ۷ عمله پهکې سپاره وو، وړمه ورځ وغورځېده.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د یوې ورځې ماتم امر کړی دی.
دغه الوتکه د کیف ښار ختیځ کې د کېناستو پر مهال ولوېده، لومړی دوه تنه ترې ژوندي پاتې وو چې وروسته یوه کس روغتون کې ساه ورکړه.
تر اوسه د دغې الوتکې د سقوط لامل نهدی روښانه شوی.