رومانیا کې د محلي ټاکنو د رایې ورکونې مرکزونه پرانیستل شول
![رومانیا کې د محلي ټاکنو د رایې ورکونې مرکزونه پرانیستل شول](https://gdb.rferl.org/f07facf7-2bcd-41a2-8480-b24cec528f7f_cx0_cy68_cw0_w800_h450.jpg)
په رومانیا کې د محلي ټاکنو د رایې ورکونې مرکزونه پرانیستل شوي دي.
شاوخوا ۱۹ میلیونه د رایې ورکونې وړ کسان دغلته د محلي چارواکو، د شورا د مشرانو او ښاروالانو څه باندې ۴۳ زره بستونو ته کسان ټاکي.
په دغه اروپایي هېواد کې دا ټاکنې تېرې جون میاشتې ته پلان شوې وې، خو د کرونا وبا له کبله ځنډېدلې وې.
داسې وېره شته چې د کرونا ویروس له ویرې به ټاکنو کې د خلکو ګډون هم کم وي، ځکه رومانیا کې د دغه ویروس څه باندې ۱۲۱۰۰۰ پېښې ثبت شوي او ۴۷۰۰ تنه ېې مړه کړي دي.