چارواکي: د کرنې او خوراکي خوندیتوب بېړنۍ پروژه پرانیستل شوه
![چارواکي: د کرنې او خوراکي خوندیتوب بېړنۍ پروژه پرانیستل شوه](https://gdb.rferl.org/FBE1A544-EBA4-4F80-92DF-19AF898A3958_w800_h450.jpg)
د کرنې او خوراکي خوندیتوب بېړنۍ پروژه پرانیستل شوه.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، دغه پروژه د نړیوال بانک د ۱۰۰ میلیونه ډالرو په وړیا مرستو پلې کېږي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل، چې دغه پروژه به په دوو کلونو کې په ۳۴ ولایتونو کې پلې شي.
هغه زیاته کړه: "د اوبولو لګولو د کانالونو بیاروغونې، د اوبو د مدیریت، د اصلاح شويو تخمونو د ویش او په ۳۴ ولایتونو کې د ښځو لپاره د کچالو، پیازو او سبزیو لپاره د سړو خونو په برخه کې عملي کېږي."
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د کرنې او خوراکي توکو د خوندیتوب دغه بېړنۍ پروژه به ۵ ميلیونه کاري ورځې رامنځ ته کړي او په مستقیم ډول به اووه لکه تنه له دې پروژې ګټه واخلي.