د کرکټ ای پي ایل سیالیو کې نن د راجستان او پنجاب لوبډلې سیالي لري
![د کرکټ ای پي ایل سیالیو کې نن د راجستان او پنجاب لوبډلې سیالي لري](https://gdb.rferl.org/327443cb-a3b7-4f98-a56c-cb11167e31e8_w800_h450.jpg)
ټاکل شوې چې د هندوستان د کرکټ د غوره لیګ ای پي ایل سیالیو په نهمه لوبه کې راجستان رایلز او کینګز ایلیون پنجاب لوبډلې د یو بل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
دا لوبه نن ماښام د شارجه کرکټ په لوبغالي کې په ځای وخت شپږ نیمې بجې پیلېږي.
د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې بیا حیدر اباد لوبډلې خپله دوهمه لوبه هم وبایلله.
د کلکته کنګ رایډرز سره په لوبه کې سنرایز لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې يې د پنځه لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۳ منډې هدف وټاکه چې یاد هدف د کلکتې لوبډلې د دریو لوبغاړو په سوځېدو د سیالۍ په اتلسم اور کې پوره کړ.
دوه افغان لوبغاړي محمد نبي او راشد خان چې د حیدر اباد په لوبډله کې لوبېږي دواړو ته د تېرې شپې په لوبه کې چانس ورکړل شوی وو خو دواړو د پام وړ لاس ته راوړنه نه درلوده.
نبي یولس منډې کړې او راشد خان یوه ویکټه ترلاسه کړه.