پولیسو کابل کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر نیولی
![پولیسو کابل کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر نیولی](https://gdb.rferl.org/320b5159-3b2d-4fd2-aa5e-66e3dcada833_w800_h450.jpg)
پولیسو کابل کې له چاودېدونکو توکو ډک مازدا ډوله موټر نیولی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته ویلي، دغه موټر کې څلور زره کیلو ګرامه سودیم نایټریټ مواد ځای په ځای شوي وو.
له دغو موادو د ماینونو او نورو چاودېدونکو توکو په جوړولو کې ګټه اخیستل کېږي.
دغه موټر د کابل پلچرخي سیمه کې پر عمومي سړک نیول شوی او پولیسو یې چلوونکی توقیف کړی دی.