ټرمپ په رسمي توګه 'امي کاني بارېټ' د سترې محکمې د غړې په توګه ونوموله
ولسمشر ډونالډ ټرمپ محافظه کاره قاضي، امي کاني بارېټ د امریکا د سترې محکمې د غړې په توګه نومولې ده.
د امریکا د ډېرو حساسو سیاسي مسایلو په اړه پرېکړې ستره محکمه کوي.
تمه ده سنا چې جمهوري غوښتونکي اکثریت په کې لري، د نومبر په درېیمه نېټه د امریکا د ولسمشرۍ له ټاکنو مخکې نوموړې پر دې څوکۍ تایید کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون- د سېپټېمبر په ۲۶مه په داسې حال کې چې قاضي امي کاني بارېټ یې څنګ ته ناسته وه، نوموړې د سترې محکمې غړیتوب ته ونوموله.
ښاغلي ټرمپ د استېناف دا قاضي هغه فوق العاده ذکي مېرمن وبلله چې د سترې محکمې د څوکۍ لپاره ډېره ښه وړتیا لري.
ولسمشر ټرمپ او د جمهوري غوښتونکي ګوند سناتورانو ژمنه وکړه چې د سترې محکمې دا تشه څوکۍ به ډېر ژر ډکه کړي.
مخکې تردې پر دې څوکۍ نامتو لیبرال شخصیت کار کاوه چې د سېپټېمبر په اتلسمه د ۸۷ کلونو په عمر مړه شوه.
مېرمن بارېټ، که د دې څوکۍ لپاره چې د ټول عمر لپاره به وي، تایید شي، نو د سترې محکمې د غړو په توازن کې به درې د شپږ په وړاندې د محافظه کارانو په ګټه بدلون راشي.
ستره محکمه د ماشوم له سقط نیولې تر مهاجرت، مدني حقونو او د وسلو د کنټرول تر لانجمنو قوانینو پورې د امریکا د ډېرو حساسو سیاسي مسایلو په برخه کې پرېکړې کوي.
مېرمن بارېټ د نوماندۍ د منلو پر مهال په خپله وینا کې وویل چې قاضیان باید قوانین هسې چې لیکل شوي دي تطبیق کړي او زیاته یې کړه، قاضیان پالیسي جوړوونکي نه دي خو باید دومره ژمن وي چې د پالیسیو په اړه که نظریات لري ځان لیرې ترې وساتي.
د ولسمشرۍ د ټاکنو د کاندید جوبایډن په ګډون ډیموکراتانو ویلي چې د سترې محکمې د دې تشې څوکۍ لپاره باید د ټاکنو ګټونکی، یو څوک وټاکي.
ښاغلي بایډن د مېرمن بارېټ د نوماندۍ له اعلان وروسته وویل، تر هغه چې امریکایانو خپل راتلونکی ولسمشر غوره کړی نه وي، سنا باید په دې برخه اقدام ونه کړي.
بایډن د ولسمشرۍ د ټاکنو په درشل کې په نظر پوښتنو کې مخکې دی او ډیموکراتان هیله من دي چې د ټاکنو په پایله کې به په سنا کې چې جمهوري غوښتونکي په کې اکثریت دي انډول د دوی په ګټه بدل شي او که د مېرمن باریټ د تایید په مخنیوي بریالي شي، نو په راتلونکي کې به د سترې محکمې د دې تشې څوکۍ په ډکولو هم وتوانېږي.
جمهوري غوښتونکو ویلي دي چې ښايي د مېرمن باریټ د نوماندۍ لپاره د سنا استماعیه غونډه د اکټوبر په ۱۲مه نېټه او د اعتماد رایې د اخیستو غونډه د اکټوبر په وروستیو کې جوړه شي.